امنیت

په پروان کې دوه تنه د نشه يي توکو د پلورنې په تړاو ونيول شول

کابل / د وري ۳۱ مه / باختر
په پروان کې دوه تنه نن د نشه يي توکو د پلورنې په اړوند ونيول شول.
د پروان د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په استولو سره باختر آژانس ته ویلي دي چې د دې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د همغږۍ له مرکز سره په دوو جلاجلا عملياتو کې دوه تنه د پروان د مرکز د بګرام ولسوالۍ له بازار او خواجه سيارانو سيمې څخه له نشه يي توکو سره نيولي دي.
هغه وويل چې له نيول شويو کسانو څخه يوه اندازه چرس او اپين د پوليسو لاسته ورغلي دي او له هغوی څخه تحقيقات دوام لري.
د يو بل خبر له مخې:
د پروان امنيتي منسوبینو نن د پروان – کابل لويې لارې د بګرام ولسوالۍ په دوه سړکه کې يو تن د طالبانو په ډله کې د غړيتوب په شک ونيو.
د پروان د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وويلي دي چې دغه سړى د دغه ولايت په مربوطاتو کې نوي دولتي ضد فعاليتونه پيل کړي وو.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته