امنیت

په پروان کې دوه تنه له چاودېدونکو توکو سره ونيول شول

۳۶- کابل / د سلواغې ٧ مه / باختر
د پروان پوليسو د دغه ولايت په مرکز کې تېره شپه دوه کسان له ۶۳۵ کيلوګرامه چاودېدونکو توکو سره ونيول.
د پروان د امنيې قوماندانۍ سرپرست او د امنيت آمر سمونوال عبدالواسع رحيمي باختر آژانس ته وويل: د چاريکارو ښار د څلورمې امنيتي حوزې پوليسو په عملياتوکې دغه دوه کسان له ٦٣۵ کيلوګرامه امونيم نايترېټ سرې سره نيولي دي.
هغه وويل چې نيول شويو کسانو غوښتل له دغو موادو څخه د ماينونو په جوړولو کې کار واخلي.
له دغو کسانو څخه تحقيقات پيل شوي دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته