چاریکار / د مرغومي / ۲/ باختر
د پروان د بګرام په ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د دریو شبکو د جوړولو کار پای ته ورسېد او پرون پرانیستل شوې .
د پروان د کرنې ریاست یوه مسوول د باختر اژانس خبریال ته وویل چې د کرنیزو اوبو دغه شبکې د بګرام په ولسوالۍ کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت له خوا د ٢٢ میلیونو افغانیو په لګښت د کرنې وزارت له بوجې څخه جوړې شوې دي .
هغه وویل چې د دغو شبکو په جوړېدو سره د اوبو د کمښت له پلوه د بګرام ولسوالۍ د یو شمېر بزګرانو ستونزې لری کېږي .
پای / سعیده