امنیت

په پروان کې د بندیانو د ستونزو د څارنې په موخه غونډه جوړه شوه

کابل / د مرغومي / ۱۹ / باختر
د هېواد د زندانونو د چارو رییس مولوي عبدالله پروان ولایت ته په سفرکې د دغه ولایت له سیمه ییزو مسوولینوسره د پروان د زندان او بندیانو د چلندونو او ستونزو په اړوند خبرې اترې وکړې.
د پروان د والي مرستیال مولوي دوست محمد حقاني د اسلامي امارت د مرکزي مسوولینوله دغه اقدام څخه هرکلی وکړاو د دغه ولایت په زندانونوکې د شته چلندونود لرې کولوپه خاطرد همکاریوژمنه وکړه.
د هېواد د زندانونو د چارو رییس مولوي عبدالله وویل : نن موږ د زندان او د بندیانود ستونزواو چلندونو د څارنې او د دوی دوسیوته د رسيدګي په موخه پروان ته راغلو چې د اسلامي امارت د عدالت په روښنايي او د دغه اسلامي امارت په پالیسی کې د دوی برخلیک وټاکل شي.
دغه راز په دې غونډه کې د کشف آمرعبدالفرید او د پروان د امنیې قوماندانۍ د جنايي پېښو د سیمې د څارنې آمرفرهاد هاشمي د بندیانودوسیوته د نه رسيدګي په خاطرخپلې ستونزې اواندېښنې یادې کړې او په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته