اقتصاد

په پروان کې د توليدي شرکتونو مسوولينو د خپلو ستونزو د حل کولوغوښتنه وکړه

کابل /د تلي ١٩مه /باختر
د پروان د کانونو او پتروليم رييس مولوي عبدالقدوس کامران د موزاييک او د لوړ توناژ ټلو د توليدي شرکتونو له مسوولينوسره وکتل اودهمکارى ژمنه وکړه .
د باختراژانس دخبرله مخې؛ په دې کتنه کې د پروان د موزاييک د توليدي شرکت مسوول حاجي فريد اود فريد يما د لوړ توناژ ټلو د شرکت مسوول حاجي يما د خپلوشرکتونو د فعاليتونو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل اوخپلې ستونزې يې هم شريکې کړې او د خپلو ستونزو د حل کولو غوښتنه يې وکړه .
هغوى ژمنه وکړه چې په شفافيت سره خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي اوخلکوته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په لاره کې د افغانستان اسلامي امارت د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د پروان د کانونو او پتروليم رييس مولوي عبدالقدوس کامران د دغو شرکتونوله مسوولينوسره د کتنې په خاطر قدرداني وکړه او دهغوى د قانونمندو فعاليتونو په ترسره کولو يې ټينګاروکړ.
هغه د شرکتونوستونزې واوريدې او ژمنه يې وکړه چې د قانون له مخې هغوى ته د زياتو فعاليتونو زمينه برابروي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته