امنیت

په پروان کې د موټرو يوه ډله غله ونيول شول

کابل/ د ليندۍ١١مه / باختر:
د پروان د امنيې قوماندانۍ پوليسو پرون په دغه ولايت کې د موټرو يوه ډله غله ونيول.
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر اول ګل حق پرست د باختراژانس خبريال ته وويل؛ د امنيې قوماندانۍ منسوبانو په دغه ولايت کې د وسله والوغلو يوه څلور کسيزه ډله ونيوله .
د حق پرست په وينا، دغو کسانو د کابل ښار له مربوطاتو څخه دوه کرولا موټرونه غلا او نامعلوم ځاى ته يې لېږدول، چې ونيول شول.
هغه وويل، د غلا شويو وسايطو خاوندان کولاى شي د پروان د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مديريت ته مراجعه وکړي د خپلو وسايطو د اسنادو په وړاندې کولو سره خپل وسايط ترلاسه کړي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته