ټولنه

په پروان کې سلګونوکورنيو مرستې ترلاسه کړې

کابل /د ليندې ١٦مه /باختر
دوو مرستندويو بنسټونو په پروان کې په څه د پاسه زرو بيوزلوکورنيو نغدې پيسې اوژمنى جامې وويشل.
د پروان د مهاجرينود راستنولو د چارو رييس مولوي محمدابراهيم ميا د باختراژانس خبريال ته وويل: دوو مرستندويو بنسټونو په دوو جلاجلا سيمو کې د پروان په ١٠٤٩ کورنيو چې د وروستيوجګړو له امله زيانمن شوې وې نغدې پيسې اوژمنى جامې وويشل.
د پروان د مهاجرينود چارو رييس زياته کړه، دغه مرستې په دريو برخوکې په هرې کورنى له ٢٢٥ډالرو څخه تر ٤٠٠ډآلرو پورې نغدې پيسې، درې شړۍ اوژمنى جامې ويشل شوي دي.
په پروان کې د مرستندويو بنسټونواستازي وايي چې دغه کورنى پخوا سروې شوې وې اودغه مرستې د پروان ولايت د مشرتابه، د مهاجرينود راستنولود چارو رياست او د اړوندو بنسټونو په همغږى ترسره شوي دي.
د يادونې وړده يوشمېر دغوکورنيوله مرستندويو بنسټونومننه او قدرداني وکړه اوله نورو بېوزلوکورنيوسره يې د دغومرستو د دوام غوښتنه وکړه.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته