خبرونهامنیت

په پروان کې يوماين کشف شو

٣٥- کابل /د سلواغې ٦مه /باختر
د پروان پوليسو نن د دغه ولايت په مرکز کې د يوماين په کشفولو سره د يوې زړه بوږ نوونکي پېښې مخه ونيوله .
د پروان د امنيې قوماندانۍ وياند سليم نوري باختراژانس ته وويل پوليسو دغه ماين چې د طالبانو له خوا د دغه ولايت د مرکز – قلعه رباط د کلي سړک ته څېرمه په يوه ګڼ مېشته ساحه کې ښخ کړى و ، کشف اوشنډ کړ.
د يوبل خبرله مخې؛ پوليسو دوه تنه د نشه يي توکو د پلورنې په اړوند نن په پروان کې ونيول .
د پروان د امنيې قوماندانۍ يو خبرځاى وويل چې پوليسو دغه کسان د دغه ولايت په مرکز چاريکارو ښار کې له يوې اندازې نشه يي توکوسره په عملياتوکې ونيول.
ختم_ ج_ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته