خبرونهښوونه او روزنه

په پروان کې يو تن د يوه ښوونځي د ودانۍ لپاره ځمکه ورکړه

کابل / د مرغومي ۲۷ مه / باختر
يو سړى په پروان کې خپله دوه جريبه ځمکه د ښوونځي د ودانۍ په خاطر ورکړه.
ټاکل شوې ده په دې ځمکه کې د پروان د مرکز د کرنې مسلکي لېسې ودانۍ د جوړولو کار ډېر ژر پيل شي.
د پروان د تخنيکي او مسلکي تعليماتو آمر عبدالوسيم نسيمي باختر آژانس ته وويل چې د پروان د مرکز د بالتوخېلو کلي اوسېدکي ناز آقا خپله دوه جريبه شخصي ځمکه د دغه ښوونځي د جوړولو په خاطر ورکړې ده.
هغه وويل چې د دغې ودانۍ عملي کار د لګښت له تخنيکي سروې او سنجش وروسته پيلېږي.
ختم – شکريه – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته