خبرونهامنیت

په پروان کې يو سړى د نشه يي توکو د قاچاقو په تړاو ونيول شو

۳۲- کابل / د مرغومي ۲۳ مه / باختر
پوليسو يو سړى نن په پروان کې د نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند ونيو.
د پروان پوليسو وياند سليم نوري باختر آژانس ته وويل چې د پروان د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو د کشف آمريت پوليسو دغه سړى د سالنګ ولسوالۍ دشکارګاه په امنيتي پوسته کې د پلټنې په وخت کې ونيو.
هغه زياته کړه چې له دغه سړي څخه يوه اندازه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.
پېښه تر څېړنې لاندې ده.
ختم- شکريه – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته