_ بازارک باخترلړم دمياشتې ٦ نيټه :
په پنجشير ولايت کې پرون د دوه نيم کيلومترو په اوږدوالي د يوه سړک د پخولو کار پيل شو.
د پنجشير د ولايتي شورا رئيس عبدالکبير عباسي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه سړک د شپږو مترو په سور د دغه ولايت له عمومي واټ څخه د پياوشت تر سيمې پورې د فوايد عامې وزارت له انکشافي بودجې څخه دڅه د پاسه درې څلويښتو ميليونو افغانيو په لګښت تر راتلوونکو پنځو مياشتو پورې پخيږي.
ويل کيږي د دغه سړک په پخولو سره د پنځو کليو د اوسيدونکو د تګ راتګ ستونزې لرې کيږي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ