ټولنهروغتیا

په پنجشيرکې څه ناڅه ديرش زره ماشومان واکسين شول

٣٧- کابل /د مرغومي ٣٠مه /باختر
په پنجشير کې نن د پوليو واکسين دويمه دوره پيل شوه .
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ دغه کمپاين د يوماشوم په خوله کې د پنجشير ولايت د مرستيال محمدامين صديقي له خوا د دوو څاڅکو واکسين په څڅولو سره پرانست .
ټاکل شوې ده په دې کمپاين کې په دغه ولايت کې له پنځه کلنى څخه ښکته نږدې ديرش زره ماشومان واکسين شي .
د پنجشير دعامې روغتيا رييس ډاکتر شيردل دانش وويل چې دغه کمپاين څلور ورځې دوام کوي او د ١٨٦ډله رضاکارانو او نورو روغتيايي کارکوونکو له خوا د کور په کور په ډول ترسره کېږي.
ختم_ ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته