ټولنه

په پنجشير کې د شهيدانوکورنيو او معلولينوخوراکي توکي ترلاسه کړل.

– کابل / د کب ٢مه / باختر
د پنجشير د سرې مياشتې ټولنې د ٦٠٠ شهيدانو پر کورنيو اومعلولينو په دغه ولايت کې خوراکي توکي وويشل .
د پنجشير د سرې مياشتې د ټولنې رييس شيراقا باور باختراژانس ته وويل دغه کورنى د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو په شهيدانو پورې مربوط دي چې په دغه ولايت کې په خراب اقتصادي حالت کې ژوند کوي.
باور وويل په دغوکورنيو وريجې ، غوړي، لوبيا،بوره، چاى ، مالګه اوبسکويت وويشل شول.
ختم_ج_ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته