خبرونهټولنهروغتیا

په پنجشير کې ١٥ تنه ديوموټر دچپه کيدو له امله ټپيان شول

٥٠- کابل/ دلړم ٢٤مه / باختر
١٥ ډاکتران په پنجشير کې په يوه ترافيکي پېښه کې ټپيان شول.
دغه پېښه نن سهار هغه وخت رامنځټه شوه چې د داکترانو سپرلۍ موټر له يو کرولا موټر سره له ټکر وروسته له واټ څخه ووت اوپه سيند کې وغورځېد.
د پنجشير د والي وياند باختراژانس ته وويل چې په دې پېښه کې ١٥ تنه ډاکتران ټپيان شول .
دغه ډاکتران د پنجشير په ايمر جنسي روغتون پورې مربوط و چې غوښتل يې له کابل څخه بازارک ته لاړشي.
د پنجشير د ايمرجنسي د روغتون ډاکترانو د خپلوهمکارانو روغتيايي حالت ښه بللى دى خو يوشمېر خبرحايونو په دې پېښه کې د دوو ټپي ډاکترانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .
ختم_ ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته