روغتیا

په پنجشیرکې د کرونا ویروس د تشخیصولومرکزپرانیستل شو

– کابل / د کب ۴ / باختر
د پنجشیر د رخې ولسوالۍ په ۴۰ بسترروغتون کې نن د کرونا ویروس د تشخیصولومرکزپرانیستل شو.
دغه مرکز د عامې روغتیا وزارت د پنجشیر د عامې روغتیا ریاست په همکاری سره جوړکړ.
د پنجشیر د عامې روغتیا رییس ډاکترشیردل دانش باخترآژانس ته وویل چې دغه مرکزد کرونا ویروس د ناروغۍ په پرمختللی ماشین او نورو وسایلوسمبال دی.
هغه زیاته کړه چې د دغه مرکزپه جوړولوسره له دې وروسته به مرکزته د ناروغانو د وینې د نمونې لېږدولوته اړتیا نه وي.
هغه وویل چې دغه مرکزپه ورځ کې په کرونا ویروس د ۲۰ ناروغانو د آزمایښت ظرفیت لري.
د دغه مرکز د پرانیستلوپه مراسموکې د پنجشیر والي انجنیرکمال الدین نظامي، د دولتي ادارو رییسانو، متنفذینو او ډاکترانوګډون کړې و.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته