فرهنګټولنه

په پنجشیر کې اطلاعاتو ته د لاس رسۍ تر نامه لاندې روزنیز ورکشاپ جوړ شو

بازارک/ د کب/ ۴/ باختر
د پنجشیر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په مقر کې اطلاعاتو ته د لاس رسي تر نامه لاندې یو روزنیز ورکشاپ جوړ شو.
دغه ورکشاپ د نی دفتر[د ازدو رسنیو ملاتړ کوونکی] د ٢٢ خبریالانو په ګډون د پنجشیر د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاست په همکارۍ جوړ کړ.
د پنجشیر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالودود علي مردان د باختر اژانس خبریال ته وویل چې په دغه ٥ ورځنۍ ورکشاپ کې اطلاعاتو د لاس رسي ، شفافیت . حساب ورکولو او د تحقیقي رپوټ ورکولو د جوړولو موضوعګانې برخه والو ته لوست ورکول کېږي .
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته