ټولنه

په پنجشیر کې د پاسپورت د ویش بهیر څارل کیږي

کابل/ د مرغومي ٢١مه / باختر:
د پنجشېرد والي مرستيال نن په دغه ولايت کې د پاسپورت څانګې له کارونو او فعاليتونو څخه څارنه وکړه او د دې څانګې مسوول ته يې لازمې لارښوونې وکړې.
د باخترآژانس خبريال دخبرله مخې: د پنجشير د والي مرستيال وويل؛ د پاسپورټ څانګې مسوول ته يې لارښوونه کړې چې له اصول او قانون سره سم د پنجشيرخلکو ته د خدمت په خاطر له هيڅ رازهمکاريو څخه ډډه ونه کړي .
هغه وويل چې د افغانستان د نورو ولايتونو په تناسب پنجشيرهم په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د پاسپورټ د وېش په برخه کې ښه او د پام وړ فعاليتونه کړي دي.
هغه زياته کړه، د دغه ولايت کشفي او استخباراتي څانګې دنده لري، څو هغه فرصت طلب او جعلکاران چې د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره له خلکو پيسې اخلي، وپېژني، ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته