– بازارک/ د کب / ۱۲/ باختر
پولیسو څه نا څه ٢٠ کیلو ګرامه چرس نن په پنجشیر کې کشف او ضبط کړل.
د پنجشیر د امنیې قوماندانۍ له نشه یی توکو سره د مبارزې مدیر ګلستان عاصم د باختر اژانس خبریال ته وویل چې پولیسودغه نشه ی توکي د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د پلټنې په عملیاتو کې کشف کړل.
هغه وویل چې په دې اړوند یو تن نیول شوی او تحقیقات له ده څخه دوام لري .
پای/ سعیده
12 د یوې دقیقې څخه لږ