ټولنه

په پنجشېر کې د برېښنا څلور برجونه جوړ شول

کابل / د سلواغې ۹ مه / باختر
د پنجشېر په مرکز بازارک کې د برېښنا د څلورو برجونو د جوړولو کار بشپړ شو او نن پرانیستل شول.
د پنجشېر د بريښنا رياست د شبکې جوړولو مسوول سيف الله غفور وويل چې دغه برجونه د پنجشېر د برېښنا رياست له بودجې څخه د لسو میليونو افغانيو په لګښت جوړ شوي دي.
هغه زياته کړه چې د یادو برجونو په جوړېدو سره د بازارک د ملا خېلو او رحمان خېلو کليو څه ناڅه زرو کورنيو له برېښنا څخه ګټه واخیسته.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته