روغتیا

په پنجشېر کې د کرونا واکسین د تطبیقولو پروګرام پیل شو

– بازارک/دکب۶/باختر
د پنجشېر دعامې روغتیا ریاست نن په دغه ولایت کې د کرونا واکسین د تطبیقولو پروګرام د لومړي پړاو له پیل څخه خبر ورکړ .
د پنجشېر د عامې روغتیا رییس ډاکتر شېردل دانش باختر آژانس ته وویل :چې ټاکل شوې ده په دې پړاو کې، په ۳۴۰ تنو روغتیا یي کارکوونکو ، د کرونا واکسین تطبیق شي .هغه زیاته کړه چې په دې پړاو کې واکسیناتوران په اوو روغتیایي مرکزونو کې ، په روغتیایي کارکوونکو د کرونا واکسین په تطبیقولو توظيف شوي دي او په عملي بڼه يې خپل کار پيل کړۍ دی.
هغه وویل چې اوس د پنجشېر د عامې روغتیا ریاست ته ۲۲۷۶دوزه واکسین سپارل شوي او موجود دي .
دعامې روغتیا رییس وویل چې په پنجشېر کې به وروسته له ۲۸ ورځو د کرونا واکسین بل پړاو هم پیل شي چې د ده د څرګندونو له مخې : په دې پړاو کې دغه واکسین په امنیتي ځواکونو تطبیقېږي .
دغه پروګرام د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست په مقر کې ،د پنجشېر د والي انجنیر کمال الدین نظامي ، د ادارو رییسانو او روغتیايي کارکوونکو په وړاندې تر سره شو.
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته