خبرونهامنیتTOP

په پنجشېر کې د ۳۰ قومندانانو په ګډون ۲۰۰ مخالفان اسلامي امارت ته تسلیم شول

کابل / د وږي ۱۵ مه / باختر

د اسلامي امارت نظامي مسوولین وایي چې نن د ۳۰ قومندانانو په ګډون د پنجشېر ۲۰۰ مخالفان اسلامي امارت ته له خپلو وسلو او مهماتو سره تسلیم شول.

سرچینه زیاتوي چې اسلامي امارت هر تسلیم شوي تن ته پنځه پنځه زره افغانۍ ورکړې او خپلو کورونو ته یې رخصت کړل.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت د پنجشېر پر ولسونو غږ کړی چې د دوی سر، مال او عزت خوندي دي او په خپلو کورنو کې دې پاتې شي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته