ټولنه

په پنجشېر کې زرګونه نیالګي وېشل کېږي

– کابل / د کب ۳ مه / باختر
د پنجشېر د کرنې او ابولګولو مسوولین وایي چې زرګونه مېوه لرونکي نیالګي چمتو شوي دي او ډېر ژر به په ددغه ولایت کې ووېشل شي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمد رؤف یعقوبي وویل چې۴۶زره مېوه لرونکي نیالګي يې چمتو کړي دي او د کېنولو په موخه ډېر ژر وېشل کېږي.
یعقوبي وویل: په دغو نیالګیو کې بادام، ګیلاس، مڼې، زردآلو، آلو، ناک او شفتالو شامل دي چې د لږې پیسې په بدل کې پر خلکو وېشل کېږي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته