ټولنه

په پنجشېر کې یو شمېر خبریالانو زده کړه وکړه

بازارک /دکب۱۲/ باختر
په پنجشېر کې ۲۲ننه خبریالانو د یوه روزنیزې پړاو زده کړې وروسته تصدیق لیکونه تر لاسه کړل .
د باختر آژانس د خبر له مخې، د زده کړې دغه پړاو، نی بنسټ، د آزادو رسنیو په ملاتړ،د پنجشېرد اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ تر سره کړی و چې ۲۲خبریالانو د خبریالۍ نوې لارې چارې زده کړې ..
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالودود ، په دغه ولایت کې د خبریالانو په زده کړه کې د نی بنسټ له همکاريو مننه وکړه او ويې ویل : د زده کړې په دغه روزيیزه کارګاه کې ، اطلاعاتو ته د لاس رسي د حق قانون ، د بودجې ارزونه ،تحقیقي ژورنالیزم او دغو خبریالانو ته د نورو مواردو په باب زده کړه ورکړ شوه
ټاکل شوې ده دغه پروګرام به د خبریالانو د ظرفیت د لوړولو په خاطر پراخ شي .
پای شکريه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته