امنیت

په پنجشېر کې یو پخوانی قوماندان له اسلامي امارت سره یوځای شو

کابل / د وږي ۲۳مه / باختر
په پنجشېر کې یو پخوانی قوماندان له څه دپاسه ۱۰۰ملګرو او وسلو سره یې له اسلامي امارت سره یوځای شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ جنرال بازمحمد پریاني له څه دپاسه ۱۰۰ملګرو سره یې له اسلامي امارت سره یوځای شوی دی.
ویل کېږي چې قومندان ‍پریاني۹۰ کلاشینکوفونه، یوه پیکا او درې توغندي ویشتونکي د افغانستان اسلامي امارت ته سپارلي دي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته