امنیت

په پکتيا کې د يوموټرچلوونکى قاتل ونيول شو

– کابل / دسلواغې ٢٤مه /باختر
هغه سړى چې ويل کېږي د يوموټرچلوونکى په وژلو سره د هغه موټر غلا کړى و ، په پکتيا کې ونيول شو.
دغه غل د يوبل سړي په مرسته دوه ورځې مخکې پکتيا ته د تلو په پلمه يو موټر چلوونکى له کابل څخه له ځان سره وړى و .او هغه يې د لوګر په مربوطاتو کې وواژه او موټر يې له ځان سره يوړ.
د پکتيا پوليس د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د دغه موټر چلوونکى يوقاتل د مقتول له موټرسره نيولى دى .
دغه قاتل تېره شپه په اريوب ځاځيو ولسوالۍ کې ونيول شو.
ختم_ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته