ټولنه

په پکتيا کې سلګونو کليوالو ته د څښاک اوبه برابرېږي

کابل/ د وږي٢٨مه / باختر
د اوبو رسولو د يوې شبکې په جوړېدو سره د پکتیا سلګونو کلیوالو ته د څښاک اوبه برابرېږي.
دغه شبکه د ملګرو ملتونوسازمان د ماشومانو وجهي صندوق په مرسته په ګردېز ښار کې د څلورو میاشتو په موده کې جوړېږي.
د پکتيا يوسيمه ييزمسوول مولوي محمد ابراهيم د باخترآژانس خبريال ته وويل؛ د دغې شبکې په جوړولو کې ٥ ميليونه ٤٠٠ زره افغانۍ لګول کېږي.
هغه تایید کړه چې د دې شبکې په جوړېدو سره به څه د پاسه ٢٠٠کورنۍ د لومړي ځل لپاره د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
دوی د دې شبکې له جوړېدو څخه خوښ دي او وايي چې دوی له کلونو راهیسې له ناپاکو او سر خلاصو اوبو څخه په استفادې سره په ډول ډول ناروغيو اخته کېدل.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته