خبرونهټولنه

په پکتيا کې  ٤ تنه په ترافيکي پېښه کې ټپيان شوي دي

 کابل/دمرغومی ۲مه /باختر

په پکتيا کې ٤ تنه په يوه ترافيکي  پېښه  کې ټپيان شوي دي

دغه پېښه پرون ناوخته د احمدابا ولسوالۍ په لويه لاره کې هغه وخت وشوه چې يو کوچني موټر له باروړنکي موټر سره ټکروکړ.

د پکتيا د ترافيکو يو خبرځاى باخترآژانس ته وويل چې په دې پېښه کې  ٤ تنه ټپيان شوي دي.

هغه د دواړو موټرونو د چلوونکو ګړنديتوب او بې احتياطي د دغې پيښې د رامنځته کېدو اصلي علتونه وبلل.

په همدې  حال کې د پکتيا د يو روغتون ډاکټرانو د دغې پېښې د دوو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.

ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته