ټولنه

په پکتيکا کې سلګونواړوکورنيو مرستې ترلاسه کړې

کابل /د ليندې ١٤مه /باختر
په پکتيکا کې په سلګونو اړې کورنۍ د بشردوستانه مرستو تر پوښښ لاندې ونيول شوې.
دغو کورنيو د پکتيکا د مهاجرينو د راستنولو د چارو رياست له خوا د اوړو، غوړيواو وريجوپه ګډون ٧ قلمه خوراکي توکي ترلاسه کړل.
د پکتيکا د ممهاجرينود راستنولو د چارو رييس مولوي عبدالرحمن هاشمي باختراژانس ته وويل چې دغه کورنۍ د طبيعي پېښو، کرونا ، اقتصادي بحران او وزګارتيا په دليل په اقتصادي ستونزو اخته شوې دې.اومرستو ته اړ دي.
هغه وويل: په دې دوره کې ٥٠٠ کورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل.
زياتره دغه اوسيدونکي د ديله ولسوالۍ څخه دي.
څه ناڅه ٤٠٠ کورنيو پرون هم په پکتيکا کې بشردوستانه مرستې ترلاسه کړې.
مسوولين وايي چې د کورنيو او بهرنيو مرستندويو بڼسټونو په مرسته په پکتيکا کې د اړو کورنيو د لاس نيوى بهيردوام لري.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته