ټولنه

په پکتيکا کې له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل / د غويي ١۵مه / باختر
د افغاني سرې مياشتې عالي ټولنې په پکتيکا کې پر۵۰۰ اړو کورنيو خوراکي توکي ووېشل.
دغه کورنۍ بې سرپرسته او معلول لرونکي دي.
د سرې مياشتې عالي ټولنې د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې دوره کې پر ۵۰۰ کورنيو اوړه او وريجې ووېشل شوې.
دغه مرستې د قطر سرې مياشتې ادارې د افغانستان د سرې مياشتې د عالې ټولنې په واک کې ورکړې وې.
د افغانستان د سرې مياشتې عالي ټولنې مسوولين وايي چې په افغانستان کې له اړو کورنيو سره د دغو مرستو بهير دوام لري.
ختم –ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته