ټولنه

په پکتیا کې خلک له بې روزګارۍ سر ټکوي

کابل / د تلې ۷ مه / باختر
د افغانستان د نورو ولايتونو په څېر پکتيا کې هم مزدورکاره خلک وايي چې بې کاري ډېره شوې هغوی څو، څو ورځې د کار په تمه درېږي.
دوي وايي چې په اوونۍ کې هم ورته د یوې ورځې کار نه پیدا کېږي او په هوټلونو کې ډوډۍ په پور خوري.
يادې څرګندونې د لوګر د خروار ولسوالۍ د بيګم کلي اوسېدونکي زيارت ګل هغه مهال باخترآژانس ته وکړې چې په ګردېز ښار کې له یو شمېر نورو کسانو سره یو ځاى د کار په تمه ناست و.
هغه وویل: له څه مودې راهیسې ټول کارونه په ټپه دریدلي او خلک د ډوډۍ پیدا کولو وس هم نه لري.
ده زیاته کړه، “دا ټول بېچاره خلک غریبۍ پسې راوتلي دي،هغه غریبان دي او د یو وخت ډوډۍ وس نه لري، مخکې مزدوري ډېره وه او پیدا کېده؛ خو اوس ټول کارونه په ټپه ولاړ دي، نو دلته بېچاره خلک همداسې ګرځي، کورنۍ لري، آن د ورځې سل افغانۍ هم نه شي پيداکولى. ”
د وردګو اوسېدونکی ذبيح الله وايي چې له څلورو ورځو راهیسې يې هېڅ کار نه دی کړی او له دوی هم چاره ورکه ده، چې څه وکړي؟ دی زیاتوي: د ټولو توکو په ځانګړې ډول د اوړو، ګاز او غوړيو بیې لوړې شوې چې دوی یې د پېر توان نه لري.
یو بل مزدورکار عبدالحکيم وايي: له وردګو څخه دلته کار پسې راغلی يم؛ خو دا څو شپې دلته یوه ورځ هم کار ته نه دی وتلى او په هوټل کې ډوډۍ په پور خوري.
د وکيل په نامه بل پکتياوال ځوان باختراژانس ته ویلي چې مخکې خلک جګړو ته په انديښنه کې وه؛ خو اوس د غریبۍ په وجه د ژوندانه له سختو ستونزو سره مخ دي.
وکیل وویل، “مخکې جګړې وژلو، اوس مو غربت وژني، ځکه، چې په سلګونو خلک بې کاره شوي دي، د دې بحران مخه نېول په کار دي، په دې اړه باید مسوول چارواکي زیاتې هڅې وکړي”
په ورته وخت کې په پکتیا کې د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو فرهنګ رييس خالق يار احمدزى وايي: د خلکو لپاره کارموندنه د دوی لومړیتوب دى او په ياده برخه کې هڅې روانې دي.
احمدزى وویل: ولایتي اداره به د دې ځای پانګه وال او ملي سوداګر وهڅوي چې پکتيا کې پانګونه وکړي چې له دې لارې د خلکو لپاره اوږد مهاله روزمره کارونه برابر شي.
خالق يار احمدزي زیاته کړه، ” پروژې باید پلې شي، موسسو سره خبرې شوې دي، چې هغوى راشي او خلکو ته کار پیدا کړي، ان سوداګرو او پانګه والو سره هم خبرې شوې دي، چې هغوی په هېواد کې پانګونه وکړي چې وزګارو خلکو ته کار پیدا شي ”
دا په داسې حال کې ده چې بې کاري که څه هم یوه پخوانۍ او هيواد شموله ستونزه ده؛ خو خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د اطلاعاتو او افرهنګ وزارت د نشراتو معین او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم خلکو ته ډاډ ورکړی چې حوصله ولري او ډېر ژر به ټولې ستونزې اوارې شي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته