Uncategorized

په پکتیا کې د ببرک خان ځدراڼ لېسې د لیلیې چارې بشپړې شوې

کابل / د سلواغې ۱۳ مه / باختر
د څه دپاسه ۴۶ میلیونو افغانیو په لګښت د پکتیا په مرکز ګردېز کې د ببرک خان عالي لېسې د لیلیې چارې بشپړې شوې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
ځايي چارواکي وايي چې دغه ودانۍ د پوهنې وزارت په مالي لګښت په څلورو پوړونو کې جوړه شوې ده، ۷۲ خونې لري او په یو وخت کې د ۲۸۴ زده کوونکو د استوګنې وړتیا لري.
د پکتیا د پوهنې رییس کوچي ځاځي د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې د یادې ودانۍ په جوړېدو سره تر ډېره د هغو زده کوونکو د استوګنې ستونزې اوارې شوې چې له لرې پرتو سیمې مرکز ته د زده کړو لپاره راغلي دي.
په ورته وخت کې د پکتیا یوشمېر اوسېدونکي وایي چې د پوهنې په ډګر کې د پام وړ کار نه دی شوی چې اوسمهال هم په ډېرو سیمو کې زده کوونکي لا هم تر شنه آسمان لاندې زده کړي کوي.
د لیلیې دغه ودانۍ په داسې حال کې پرانېستل کېږي چې د پکتیا د لرو پرتو سیمو زده کوونکي او د پوهنتون محصلین د لیلیې د نه شتون له امله په کرايي ځایونو کې استوګن دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته