امنیت

په پکتیا کې د دوو کورنیو ترمنځ خونړۍ نښته

کابل/ د ليندۍ٧مه / باختر:

په پکتيا کې د دوو کورنيو ترمنځ نښته کې يو تن ووژل شو او څه ناڅه  پنځه تنه نور ټپيان شول..

دغه نښته تېره شپه په اريوب ځاځي ولسوالۍ کې  رامنځته شوې ده.

تر اوسه پورې  د دغې جګړې علت روښانه نه دى، خو تر دې وړاندې هم ډېرې پېښې د ځمکې د ملکیت پر سر رامنځته شوې دي.

د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې سيمې ته امنيتي ماموران لېږل شوي او په اړه يې پلټنې روانې دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته