امنیت

په پکتیا کې د طالبانو د ماین جوړولو کارخانه ویجاړه شوه

کابل / د سلواغې ٢١ مه / باختر
افغان پوځیانو د پکتیا د ډنډپټان او جاني خېلو ولسوالیو په سرحدي سیمه سپیره واني کې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو کارخانه له منځه وړې ده.
په پکتیا کې یوې امنیتي سرچینې د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې افغان ځواکونو تېره شپه د ډنډ پټان او جاني خېلو ولسوالیو په سرحدي سیمه سپیره واني سیمه کې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو کارخانه له منځه وړې او ۱۰ بوشکه يي ماینونه یې هم کشف او شنډ کړي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته