کابل / د مرغومي /۳ / باختر
په پکتیا کې د کرنې د دوو پراختیايي پروژو د تطبیقولوکارپیل شو.
په دغو پروژو کې په ګردیزښارکې د شکرخیلو د کاريزاو د لویو ویالود پاکولوکارشامل دی.
د دغو ویالوپه پاکولوسره به سلګونوجریبه کرنیزې ځمکې خړوبه شي.
د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوال پراختیايي ادارې د دغو کاریزونو او ویالو لګښت ورکوي.
د پکتیا د رسنیودفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې د اوبو د دغو ویالو پاکول په پکتیا کې د کرنې د سمون سبب کېږي.
د دغو دوو پراختيايي پروژو د کارپه پیلېدوسره په لسګونو وزګارو ځوانانوته د کارزمینه برابره شوې ده.
ع