امنیت

په پکتیا کې د یوقومي مشرد ترور طرحه ناکامه شوه

کابل / د سلواغی / ۳ / باختر
د پکتیا پولیسو د یوقومي مشر د ترورطرحه ناکامه کړه.
د را رسېدولو خبرونوله مخې، امنیتي ځواکونو نن سهاریوه بم چې د څمکنیو ولسوالۍ په شهرنوي بازارکې د ملک داوود خان د کور پر وړاندې ځای پرځای شوی و، کشف او شنډ کړ.
د پکتیا د څمکنیوولسوالۍ د پولیسو یوې سرچینې باخترآژانس ته وویل چې د دغه بم په کشفولوسره د یو قومي مشرد ترورطرحه ناکامه کړه.
تراوسه د دغې پېښې په اړوند څوک نه دى نیول شوى.
د پکتیا پولیسو د دغې ناوړې قصد د عاملینو د نیولو لپاره د هلوځلو خبر ورکړ.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته