امنیت

په پکتیا کې د یو سړي د وژلود عاملینو د نیولولپاره د پولیسو هلې ځلې پیل شوې دي

کابل / د مرغومي / ۲۵ / باختر
د یوسړي د مرموزې وژنې د عاملینو د پېژندې او نیولولپاره د پکتیا د پولیسو هلې ځلې پیل شوې دي.
د را رسېدلوخبرونوله مخې، امنیتي ځواکونوتېره شپه د یوسړي مړی د ګردیز ښارپه خورقلعه کلي کې په داسې حال کې ترلاسه کړ چې په یو بوری کې ځای پرخای شوی و.
تراوسه پورې د دغه مړی هویت او هم د عاملینو د پېژندنې او نیولو انګیزه روښانه شوې نه ده.
د پکتیا یوې امنیتي سرچېنې باخترآژانس ته وویل چې پولیسو د دغې پېښې د عاملینود پېژندنې او نیولو لپاره هلې ځلې پیل کړې دي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته