امنیت

په پکتیا کې څلور زره ۸ ګولۍ ترلاسه شوې

– کابل/ د کب ۱۰ مه/ باختر
ملي امنیت د پکتیا د پټان ولسوالۍ د مقبلو درې په سورکي کلي کې په عملیاتو کې ۴ زره ۸ ګولۍ ترلاسه کړې دي.
د پکتیا یوې امنیتي سرچینې د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته ویلي چې ملي امنیت د پټان په سورکي کلي کې عملیات ترسره کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په عملیاتو کې ۴ زره د پیکا، ۴ د هاوان او ۴ د راکټ ګولۍ د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته