خبرونهاقتصاد

په پکتیا کې څه دپاسه ۱۳۴ زره جریبه څرځايونه ثبت شول

۳۹- کابل / د لړم ۲۷ مه / باختر
د پکتیا د ښار جوړولو او اراضۍ ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې څه دپاسه ۱۳۴ زره جریبه څرځايونه ثبت شوي دي.
د پکتیا د ښار جوړولو او اراضۍ ریاست یو مسوول باختر آژانس ته وویل چې د څرځايونو د سروې، نښې کولو او ثبت بهير له پيله تراوسه د پکتیا د مرکز او ولسوالیو په مربوطاتو کې ۱۳۴ زرو ۴۰۸ جريبه څرځايونه ثبت کړي دي.
د ښار جوړولو او اراضۍ وزارت د څرځايونو د سروې، نښې کولو او ثبتولو پروژې په تطبیق سره د افغانستان د خلکو د ملي شتمنۍ په توګه له څرځايونو څخه د مطلوبې استفادې لازمه زمينه برابره کړې ده او د اقتصادي او مالدارۍ د خودکفايۍ د ودې د ښو شرايطو په برابرولو سره به د خلکو په ژوندانه کې بنسټيز بدلونونه رامنځته کړي.
پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته