امنیت

په پکتیا کې ۵۱ کیلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه شول

ګردېز/ د سلواغې ۲۰ مه/ باختر
د پکتیا د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت د سید کرم ولسوالۍ په بر سیجنک کلي کې یې ۵۱ کیلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه کړي دي.
د پکتیا له امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه چرس یې له یو خالي کور څخه ترلاسه کړي، خو په تړاو یې څوک نه دی نیول شوی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته