امنیت

په پکتیکا کې درې غله ونیول شول

۲۷- کابل / د سلواغې ۱۳ مه / باختر
د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې هغه درې غله ونیول شول چې د پولیسو له یونیفورم څخه په ګټې اخیستنې سره به یې خلک لوټل.
د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې نیول شویو کسانو به په لویو لارو کې د پولیسو له یونیفور څخه په استفادې خلک لوټل.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته