امنیت

په پکتیکا کې د اسلامي امارت سرتېرو نظامي زده کړې پیل کړې

– کابل / د تلې ۲۵ مه / باختر
د پکتیکا د اسلامي امارت مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز او بېلابېلو ولسوالیوکې سرتېرو نن نظامي زده کړې پیل کړې.
د پکتیکا والي محمد عیسی یاسین د نظامي او مسلکي زده کړو د پیل په مراسمو کې له سرتېرو غوښتنه وکړه چې خپل مسوولیت په صمیمیت سره ترسره کړي.
یاسین زیاته کړه: ((له ولسونو سره به مو چلند په سم ډول وي او د هېواد د مکاره دښمن پر وړاندې به خپلې ټټر سپر کوئ، شپه او ورځ به خوب نه کوئ؛ خو ولسونو ته به د ارام خوب کولو زمینه برابروئ.))
په همدې حال کې د ښوونیز مرکز مسوول وايي چې دغه سرتېري به د دوو میاشتو په اوږدو کې د جنګ او دفاع ټول تکتیکونه زده کړي.
په ورته وخت کې سرتېري وايي چې مسلکي زده کړو ته زیات لېوال دي او زیاتوي چې له دغو زده کړو وروسته به د هېواد له ولسونو او لوېشت لوېشت خاورې څخه د سر په بدل کې دفاع وکړي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته