امنیت

په پکتیکا کې د طالبانو د مهماتو یوه زېرمه کشف شوه

کابل / د سلواغې لومړۍ / باختر
افغان ځواکونو د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ په پوښتۍ سیمه کې د وسله والو طالبانو د مهماتو یوه زېرمه کشف کړې ده.
ځايي چارواکي وايي چې افغان ځواکونو نن په ارګون ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړل چې په پایله کې د وسله والو طالبانو د مهماتو یوه زېرمه کشف او له منځه وړل شوه.
د پکتیکا امنیه قوماندان نجیب الله سرتېر د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې له یادې زېرمې څخه میزائیل، د توغندي ګولۍ، لاسي بمونه، هاوان او د وسایطو ضد ماینونه ترلاسه شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته