امنیت

په پکتیکا کې د طالبانو پر موټر ماین چاودنه کې ۵ طالبان ووژل شول

کابل/ د کب ۲ مه/ باختر
د پکتیکا د برملې ولسوالۍ په نخل سیمه کې د وسله والو طالبانو پر ډاټسن موټر ماین چاودنه کې ۵ طالبان وژل شوي دي.
په برملې ولسوالۍ کې د لومړي کنډک قومندان ډګرمن محمد ایوب سالنګي وايي چې تېره شپه د دغې ولسوالۍ په نخل سیمه کې د طالبانو پر موټر ماین چاودنه کې ۵ طالبان وژل شوي او ۳ نور یې ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د دغه ولایت په ګوملې ولسوالۍ کې هم ٣ طالبان وژل شوي او یو یې ژوندی نیول شوی دی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته