ټولنه

په پکتیکا کې د پلتو بند د رغولو چارې پیل شوې

کابل / د کب ۱۷ مه / باختر
د پکتیکا د پلتو بند چې شاوخوا دوې میاشتې وړاندې یې د بنسټ ډبره کېښودل شوه، نن یې د رغولو چارې پیل شوې.
د پکتیکا د والي ویاند غازي دانش وایي چې د پلتو بند د ۱.۳۴میلیاردو افغانیو په لګښت جوړېږي چې چارې به یې د درېو کلونو په موده کې بشپړې شي.
دانش زیاتوي چې د ياد بند چارې د ژمي د یخنۍ له امله تر لنډې مودې ورسته پیل شوې چې په جوړېدو سره به یې ۳ زره هکټاره ځمکه خړوب شي او سلګونو وزګارو ځوانانو ته به پکې د کار زمینه هم برابره شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته