ټولنه

په پکتیکا کې سلګونه پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي

– کابل / د کب ۵ مه / باختر
د پکتیکا د ولایتي ادارې چارواکي وايي چې تېرکال په دغه ولایت کې د ۱۱۰۹ پروژو چارې پیل شوې چې یو شمېر یې بشپړې شوې او د یو شمېر نورو چارې روانې دي.
د پکتیکا والي ډاکټر مجیب الرحمن څمکني ولس او رسنیو ته د حساب ورکولو په غونډه کې وویل چې اولس ته حساب ورکول د ښې حکومتولۍ اصل دی او ټولې ادارې باید دې اصل ته په پام سره اولسونو ته د خپلو کړنو او لاسته راوړنو په اړه بشپړ معلومات ورکړي.
څمکني زیاته کړه چې تېر مالي کال په دغه ولایت کې د کرنې او انکشاف سکتور په آډانه کې د ۹۷۴ پروژو، د پوهنې په برخه کې د ۹۰ پروژو، د روغتیا په برخه کې د ۹ پروژو د ټولنیز خوندیتوب په برخه کې د ۳ پروژو او د بنسټیز سکتور په آډانه کې د ۳۳ پروژو چارې پیل شوې چې یو شمېر یې بشپړې شوې او د یو شمېر نورو پروژو د رغونې چارې لا هم دوام لري.
د والي د څرګندونو له مخې؛ تېر مالي کال په دغه ولایت کې ۲۰ تړل شوي ښوونځي بیا د زده کوونکو پرمخ پرانیستل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په دغه ولایت کې په نورو برخو کې هم تېر مالي کال د مېرمنو په ګډون سلګونه ځوانان په دندو ګومارل شوي او د موسسو په آډانه کې هم لسګونه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته