ټولنه

په پکتیکا کې له اړو کورنیو سره مرسته وشوه

۲۰- کابل / د سلواغې ٧ مه / باختر
خبریال خیریه بنسټ د پکتیکا په مرکز ښرنه کې له ۳۲ بې وزلو او بې سرپرسته کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.
د خبریال خیریه بنسټ مشر عبدالباري نعمي ووايي: که هر څوک په خپله سیمه کې لږ هم د خپل ګاونډي حالت وپوښتي، له ستونزو یې ځان خبر کړي او د توان په اندازه یې لاسنیوی وکړي، نو د اړو خلکو ډېرې ستونزې به حل شي.
په ورته وخت کې اړو خلکو د هېواد او په ځانګړي ډول د پکتیکا له سوداګرو وغوښتل چې د اړو لاسنیوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې خبریال بنسټ له دې وړاندې هم د پکتیکا په یوسف خېلو، یحیی خېلو او ارګون ولسوالیو کې له اړو کورنیو سره خوراکي، غیرخوراکي، سون توکو او نغدي مرستې کړې دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته