امنیت

په پکتیکا کې څلورو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل / د کب ۳ مه / باختر
د پکتیکا د جانی خېلو ولسوالۍ په پير لکې سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور یې ټپیان شوي دي.
له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې افغان ځواکونو تېره شپه په جاني خېلو ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړل چې په پایله کې دوه طالبان ووژل شول او دوه نور یې ټپيان شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې:
د ملي دفاع وزارت وايي چې افغان ځواکونو په قندهار کې له چاودېدونکو توکو ډک درې موټر هدف ته له رسېدو مخکې په نښه کړل او له منځه یې یوړل.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته