ټولنه

په پکتیکا کې څه د پاسه ۴ زرو اړو کورنیو سره مرسته کېږي

کابل / د غبرګولي ۲۳ مه / باختر
د پکتیکا د ولایت ادارې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې به د چنګاښ تر ورستیو ۴ زره ۲۱۳ اړې کورنۍ مرستې ترلاسه کړي.
د دغه ولایت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس علي آقا وايي چې په یادو مرستو کې خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي چې د پکتیکا په مرکز او ولسوالیو کې به پر ۴ زرو ۲۱۳ کورنیو ووېشل شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته