اقتصاد

په پکتیکا کې ۲۴۰ کورنیو مرستې تر لاسه کړې

کابل /مرغومي ۳۰مه/باختر
په پکتیکا کې په ۲۴۰ اړو کورنیو نغدې پیسې او شړۍ ووېشل شوې.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د پکتیکا د مهاجرینود راستنېدونکو چارو ریاست په هرې اړې کورنۍ د مرستندویو موسسوو په همکارۍ ۲۰۶۰۰ افغانۍ نغدې پیسې او ۵ شړۍ د دغه ولایت په مرکز او ارګون ولسوالۍ کې ووېشلې.
ویل کیږی دغه کورنۍ پخوا سروې شوې وې.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته