ټولنه

په پکتیکا کې ۴۴ کیلومتره پوخ سړک ویجاړ شوی دی

کابل / د کب ۳ مه / باختر
موټر چلوونکي وايي چې د پکتيکا له اورګون ولسوالۍ څخه د سروبي ولسوالۍ تر رباط سيمې ۴۴ کيلومتره پوخ سړک ویجاړ شوی دی.
یاد سړک شاوخوا ۱۲ کاله وړاندې (پي.آر.ټي) جوړ کړ چې اوسمهال۹۰ سلنه له منځه تللی دی.
موټر چلوونکي وايي چې پر دې لويې لارې د ډېری لویو او تجارتي مالونو لېږدوونکو موټرو خاوندان له زیان سره مخ کېږي.
دوی وايي چې د اورګون او رباط ترمنځ د ترانزیټي سړک ځينې لوی پلونه د سېلاوونو له امله له منځه تللي او بار وړونکي موټر باید پر لوړو او ژورو لارو تګ وکړي.
پر یادې لارې موټر چلوونکي له قېمتي پرزو ماتولو وروسته اړ کېږي چې ځینې وخت آن په شپو او ورځو هم انتظار وکړي.
د لارویانو او سوداګرو په وینا یاد سړک له یوې خوا مهم او ترانزیټي دی او له بل پلوه پرې له اندازې زیات بار وړونکي موټر تګ راتګ کوي چې له امله یې سړک ژر له منځه تللی دی.
په ورته وخت کې د پکتیکا د ولایتي شورا غړی نعمت الله بابري وايي چې دغه سړک د امریکایانو په وخت کې د کم وزنه موټرونو لپاره یو افغاني شرکت ته په قرارداد ورکړ شوی و او له کیفیت یې هم ښه څارنه نه ده شوې چې له امله یې اوس ډېری برخې له منځه تللې دي.
د ولايتي شورا یو بل غړی عبدالمبین فقیرزاده وايي چې د یاد سړک په اړه یې څو ځله له چارواکو سره خبرې کړې او هغوی ورسره ژمنه کړې چې د ښرنې- سروضې او ارګون رباط ترمنځ غځېدلي سړکونه به بېرته له سره په اساسي ډول ورغول شي.
فقیرزاده له دولت څخه غوښتنه کوي چې دغه ترانزیټي سړک دې بیا ځل په اساسي ډول ورغول شي.
دغه ترانزیټي لار د پکتیکا له مرکز ښرنې تر انګور اډې نږدې ۱۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري او ډېری تجارتي مالونه له همدې لارې د هېواد سهیل ختیځ او مرکزي ولایتونو ته لېږدول کېږي.
بل خوا د فواید عامې چارو رییس وايي چې د یادې لارې لومړۍ سروې ترسره شوې او په نږدې راتلونکي کې به يې کارونه پيل او په اساسي ډول به ورغول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ياد ولايت د مرکز ښرنې او سروضې ولسوالۍ ترمنځ د غځېدلې لویې لارې لومړی فاز هم چې ۲۷ کیلومتره دی، د وېجاړېدو په حال کې دی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته